نړیوال کریکټ

هغه ننګونه چې پاکستانیان یې په غوڅه کړي دي

په پام کې ده چې کوربه جنوبي افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلې سره د جنوبي افریقا په خاوره سینچورین کې سیالۍ ترسره کړي،


دې سیالیو ته دواړو لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړي چې پکې پاکستان خورا مشهورو لوبغاړو ته چانس ندی ورکړی،


همداشان جنوبي افریقا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې خپلو هغه لوبغاړو ته به اجازه ورکړو چې په هندي آی پي ایل لیګ کې د لوبډول برخوال دي،


د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ لومړنی لوبه د راتلونکې اپریل میاشتې په دوهمه نېټه ترسره کیږي،
دواړه لوبډلې به دوهمه پنځوس اوریزه لوبه د اپریل په څلورمه او دريمه پنځوس اوریزه لوبه به د اپریل میاشتې په اوومه نېټه ترسره کړي،


افریقا او پاکستان سره څلور شل اوریزې لوبې هم لري چې لومړی به یې د ايریل لسمه، دوهمه په دولسمه، دريمه، په څوارلسمه او څلورمه شل اوریزه لوبه به د اپریل میاشتې په ۱۶ سمه نېټه ترسره کړي،


یاده دې وي چې د ايریل په نهمه نېټه بیا د هندوستان تجارتي لیګ پیلیږي افریقا کرکټ بورډ په یو بیان کې ویلي چې ټولو هغه لوبغاړو ته به اجازه ورکړو چې په آی پي ایل کې ګډون وال وي دې خبرونو د پاکستاني پخوانیو لوبغاړو غوڅه راپارولي،


راشد لطیف لیکلي، پاکستان کرکټ بورډ باید قوي لوبغاړي د افریقا پرواندې ولوبوي خو دا چې هغوۍ خپل لوبغاړي هند ته لیګلي نو سیالۍ پاکستان کرکټ بورډ ولي ترسره کوي؟

بل پلو د جنوبي افریقا چټک توپ اچونکې ډیل سټین ویلي زه نه پوهیږم چې افریقا کرکټ بورډ دا ډول پرېکړې ولي کوي؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې