دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هارډیک پانډیا ته د اورونو نه ورکولو ځواب، ویراټ کوهلي ته مینوال په غوسه دي.

د هندوستان او انګلستان ترمنځ د درې یورځنیو سیالیو لړۍ په دوهمه لوبه کې مېلما انګلستان لوی ۳۳۷ منډې هدف چیس کړ او په شپږو ویکټو یې ماته ورکړه چې د درې یورځنیو سیالیو لړۍ هم یو پر یو مساوي روانه ده.

د لوبې وروسته د لوبې پریزنټیشن کې له ویراټ کوهلي پوښتنه وشوه چې ولې الرا ونډر «هارډیک پانډیا» ته د توپ اچونې موقع ورنکړل شوه؟
پداسې حال کې چې هارډیک پانډیا د انګلستان خلاف د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کې ښه توپ اچونه ترسره کړه.

ویراټ کوهلي یې په ځواب کې وویل چې زموږ ټول تمرکز په راتلونکي شپږ ټیسټ سیالیو دی، غواړو هارډیک پانډیا د توپ اچونې څخه استرعت واخلي او راتلونکي کې ټیسټ سیالیو ته ښه فټ «چمتو» شي.

د ویراټ کوهلي دغه ځواب د هند کرکټ مینه والو لخوا بې منطقه بالل شوی او خپل احساسات یې څرګند کړي، اکثره یې ویلي دي چې کوهلي غوره لوبغاړی دی مګر هېڅ غوره لوبډلمشر ندی.

دوی زیاتوي چې یو لوبغاړی د زیاتو لوبو په کولو سره له فټ کیږي، بین سټوکس چې د انګلستان دپاره درې واړه فارمټه لوبوي ولې د ستړیا اخساس نکوي، که چېرته هارډیک پانډیا ته د توپ اچونې استرعت ورکوئ نو ولې یې په ځای بل ځوان توپ وهونکی نه اخلئ چې د ځان ثابتولو دپاره یوې شیبې ته هم انتظار باسي.

دا خبرې داسې مهال راپورته کیږي چې هارډیک پانډیا ته د انګلستان خلاف لومړۍ او دوهمه یورځنۍ سیالۍ کې د توپ اچونې چانس ورنکړل شو، پداسې حال کې چې دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې کلدیف یادو بغېر د کومې ویکټې اخیستو ۸۲ منډې ورکړې خو پرلپسې اورونه ورکړل شول.

هارډیک پانډیا وروستۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د انګلستان خلاف ترسره کړه، د استرالیا خلاف ټیسټ سیالیو کې د هارډیک پانډیا ټپي کېدو وروسته رویندرا جدیجا ته ځای ورکړل شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې