ریکارډونه

نیوزلینډ لوبډله په اسیایي لوبډلو راج کوي



د نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې په اسیایي لوبډلو راج کوي، هغه اسیايي کرکټ لوبډلې چې تراوسه یې له نیوزلینډ سره د نیوزلینډ پر خاوره سیریز ترسره کړی نو دې لوبډلې په ډیرې اسانۍ سره پکې بریا خپله کړې او د سیریز ټولې لوبې یې ګټلې دي.

د کرک ټرکر ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې نیوزلینډ په دې وروستیو کې څلور اسیایي لوبډلې په خپل کور کې یو ورځنیو لوبو کې وایټ واش کړي دي چې له همدې امله دغه لوبډله پر اسیایي لوبډلو راج کوي.

د معلوماتو له مخې چې نیوزلینډ په دې وروستیو کې هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګلذیش لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې په خپل کور کې وایټ واش کړي دي هیڅ اسیایي لوبډله نه ده توانیدلې چې آن یوه لوبه هم وګټي.

کرک ټرکر لیکلي چې نیوزلینډ ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته د پنځه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه، ۲۰۱۹ کال کې یې سریلانکا ته د درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه، ۲۰۲۰ کې یې هندوستان ته د درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او په ۲۰۲۱ کې یې بنګلدیش ته درې د صفر مقابل کې ماتې ورکړه.

یواځینۍ اسیایي لوبډله بیا افغانستان ده چې تراوسه یې له نیوزلینډ سره کومه رسمي لوبه نه ده نیولې او نه یې کوم سیریز برابر کړی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې