نړیوال کریکټ

`محمد اصف د پاکستان اوسنی د توپ اچونې روزنکی وقار یونس په درغليو تورن کړ

د پاکستان د کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکې محمد اصف پخوانی توپ اچونکی وقار یونس په درغلۍ تورن کړ،


اصف ویلي، وقار په نوې بال هېڅ راز ښه توپ اچونه نشوه ترسره کولای هغه غوښتل خلک دوکه کړي په هغه څه چې دا یې ترسره کوي،


وقار یونس په نوې بال د ریورس سوینګ کوښښ کوو خو دا کړنه هغه نشوه ترسره کولای یوازي یې بال ته دوکه ورکوله،


هغه په ډېرو لوبو کې په نوې بال توپ اچونه نشوه ترسره کولای،
هغه اوس مهال د پاکستان لوبډلې د بالینګ برخې روزونکی دی پاکستان په هغه سطحه بالران نلري کومه چې اړتیا ورته لیدل کیږي،


که هغه شل کلنه تجربه لرودی نو تراوسه ولي په پاکستان کرکټ لوبډله کې داسي یو بالر نشته چې ښه ریورس سوینګ توپ اچونه وکړي؟

زما په اند په دې برخې کې بدلون ته اړتیا ده،
تاسو هغه د ریورس سوینګ ماسټر بالر ګڼئ نو ولي تراوسه په پاکستان کرکټ لوبډله کې داسي توپ اچونکی نشته چې په ټولو ځانګړونو پوره وي،


یاده دې وي چې محمد اصف د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره یو چټک توپ اچونکی و خو د فساد پر ککړتیا ګرم وپيژندل شو او بیا لوبډلې ته راستون نشو، همداشان وقار یونس په اوسني وخت کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د چټکې توپ اچونې روزونکی دی چې د محمد اصف ترڅنګ پري وخت ناوخت محمد عامر هم توندي نیوکي کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې