مرکې

لکشمن: دغه دوه ځوان لوبغاړي باید د هند لپاره په شل اوریز نړیوال جام کې حتمي ولوبیږي


د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی کرکټر لکشمن په دې باور دی چې د راتلوونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره باید دغه دوه تنه ځوان لوبغاړي په سکواډ کې شامل شي، هغه د اېشن کېشن او سوریا کومار یادوف یادونه کړې ده چې باید په پنځلس کسیزه لوبډله کې ځای ورکړل شي.

د کرکټرکر ویب سایټ د معلوماتو ل مخې چې د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام به په هندوستان کې ترسره شي، ټولو ټیمونو ددې جام لپاره خپل تمرینات پیل کړي او کوشش کوي چې د نورو ټیمونو سره شل اوریزې لوبې برابرې کړي ترڅو د نړیوال جام لپاره غوره لوبډلې انتخاب کړي.

په همدې حال کې د هندوستان لوبډلې پخواني کرکټر لکشمن سټار سپورټ ته په یوه مرکه کې ویلي چې دوه تنه ځوان لوبغاړي اېشن کېشن او سوریا کومار یادوف باید په نړیوال جام کې دپنځلس کسزه سکواډ برخه وګرځي.

نوموړي ویلي چې دواړه ښه لوبغاړي دي او کولای شي چې د هند لپاره په نړیوال جام کې ښه ولوبیږي هغه د اېشن کېشن تیرې شل اوریزې لوبې ته چې د انګلینډ په خلاف یې ترسره کړه اشاره کړې او ویلي یې دي چې ښه لوبغاړی دی باید ګټه ترې واخستل شي.

اېشن کېشن چې تازه نړیوال کرکټ ته راغلی د هند لپاره ډیر ښه ثابت شوی او ددې ترڅنګ په ای پي ایل سیالیو کې هم ښه لوبیږي له همدې امله یې نړیوال کرکټران صفتونه هم کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې