دلوبغاړو په اړه

لاهم پر پاکستان کرکټ سلیکشن انتقادونه ! مصبالحق : دا قوانین یواځي د یو لوبغاړي لپاره دي او که پر ټولو عملي کیږي

د پاکستان کرکټ بورډ چې کله په سلیکشن کمېټه کې تغیر راوست نو سمدلاسه په کرکټ لوبډله کې جنجالونه رامنځ ته شو،


مصباالحق ویلي،
مونږ څه ډول قوانین لرو چې پر یو لوبغاړي عملي کیږي او پر نورو نه عملي کیږي، که شرجیل خان لوبډلې ته راستنیږي نو بیا ولي پخواني هغه لوبغاړي چې پر فساد ککړ دي له ډېرې مودي وروسته لوبډلې ته راستانه هم نشو سره د دې چې د دوی د بند موده هم پای ته رسیدلی د،


پر شرجیل خان توندي نیوکې بیا دا دي چې هغه سم فیټنیس نه لري خو ځوان لوبغاړي یې په لوبډله کې ګډون خورا مهم بلي ځکه دوی په دې باور دي چې شرجیل فیټنیس نلري خو د میچ یو ښه فینشر یا ختمونکی دی،

یاده دي وي چې پاکستان کرکټ ۳۵ کسیزه لوبډله به افریقا ته په یوه کرایه الوتکه کې سفر وکړي د پاکستان د کرکټ لوبغاړو ټیسټونه منفي ازمایل شوې دوی به ډېر ژر د خپلو روزونکو سره د افریقا په لور وخوځیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې