لیګونه

غټ بدلون سږکال به په آي پي ایل لیګ کې سافټ سیګنل نه وي

د وروستیو راپورونو پر اساس سږکال به د هندوستان په تجارتي آی پي ایل لیګ کې انفیلډ امپاېر هېڅ صلاحیت ونلري چې سافټ سیګنل پرېکړه اعلان کړي،


ټول هغه کیچونه چې جنجال یې خورا زیات و پرېکړه به یې په بشپړ ډول دريم امپاېر کوي،


تر ډېره ویل کیږي چې سږکال څوارلسم پړاو کې به سافټ سیګنل هېڅ ونه لیدل شي او که کیږي هم نو صلاحیت به یې د دريم لوبڅار سره وي،


آی پي ایل د هندوستان تجارتي لیګ دی چې ډېر وخت پکې داسي کیچونه اخیستل کیږي چې د تمې خلاف وي،


یاده دې وي چې دا لیګ راتلونکې میاشت پیلیږي او لومړنی سیالۍ به پکې د دفاعي اتلې ممبي انډینز او رایل چلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې