نړیوال کریکټ

شکیب الحسن د نیریندرا مودي سره وکتل

د هندوستان هیواد لومړي وزیر نیریندرا مودي پرون له بنګله دیشي چپ لاسي لوبغاړي شکیب الحسن سره ولیدل،


دا د مودي لومړی رسمي سفر و چې د کرونا ویروس وروسته یې بنګله دیش هیواد ته وکړ،


مودي د بنګله دیش هیواد د ازادۍ بیرته ګټلو په پار ګاونډي هیواد بنګله دیش ته سفر کړی ترڅو د مجیب الرحمن د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي،


مجیب الرحمن د بنګله دیش لپاره ازادي ترلاسه کړه چې اوس یې هر کال د بنګله دیش هیواد په شاندارو مراسمو لمانځي،


شکیب الحسن رسنیو ته ویلي، د مودي راتګ د لاسته راوړنو خالي نه دی، زه ویاړم چې ما له لومړي وزیر سره لومړی لیدنه وکړه،


یاده دې وي چې شکیب الحسن به ډېر ژر هندوستان ته سفر وکړي ترڅو د خپلې لوبډلې کلکته نايټ رایډرز لپاره ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې