دلوبغاړو په اړه

زه فقط د لوبډلې لپاره لوبیږم

د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې د درې واړو فارمټو لوبډلمشر ویراټ کوهلي ویلي،


زه هر کله او ډېر وخت د خپلې لوبډلې په ګټه لوبیدلی یم ما د ځان لپاره لوبه نده کړی ځکه نه بریالی کیږي چې په هره لوبه کې سلیزه جوړه کړم،


د هندوستان دغه مشهوره لوبغاړی په درې واړو فارمټو کې د هندوستان کرکټ لوبډله رهبري کوي چې هر وخت یې په پوره ځواک خپله لوبډله د بریا تر درشله رسولي ده،


ویراټ له ایم ایس ډوهني وروسته هغه لوبډلمشر ثابت شو چې زیاتي بریاوي او کمي ماتي یې په خپله لوبډلمشرۍ کې خوړلي دي،


ویراټ کوهلي اوس مهال د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره په سیالیو کې ښکیل دی نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې وشو کولای انګلستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د سیریز ګټلو څخه محرومه کړي،

یاده دې وي چې انګلستان او هندوستان کرکټ لوبډلې وروستی پنځوس اوریزه لوبه هم ترسره کوي چې دا به د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستی لوبه وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې