نړیوال کریکټ

راپورونه: د کرکټ نړیواله شورا په سافټ سیګنال «soft signal» کې بدلون راولي.

راپورونه وایي چې د نړیوالې ټیسټ اتلوالۍ پایلوبې دمخه د کرکټ نړبواله شورا « ای سي سي» د “نرم سیګنال” قواعد تعدیل کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د راپورونو په وینا چې ټاکل شوې ده چې د نړیوالې ټیسټ اتلوالۍ پایلوبې دمخه د نرم سیګنال «سافټ سیګنال» قواعدو کې بدلون راولي، د اوسني قاعدې له مخې د فیلډ لوبڅار جنجالي پرېکړه د سافټ سیګنال وروسته دریم لوبڅار «تلویزیون لوبڅار» ته واستوي، که چیرې د تلویزیون لوبڅار د پرېکړې لپاره کافي شواهد ونه موندل نو د فیلډ لوبڅار پرېکړه عملي کیږي.

دغه قانون د احمد اباد په نریندر مودي لوبغالي کې د هند او انګلستان تر منځ د څلورمې شل اوریزه سیالۍ په جریان کې تناقض رامنځته کړ، په سیالۍ کې د سوریا کمار یادو یو جنجالي کیچ ډیویډ ملان ترلاسه کړ، کله چې د فیلډ لوبڅار سافټ سیګنال اوټ اعلان کړ خو پرېکړه دریم او تلویزیون لوبڅار ته ولیږل شوه، د تلویزیون لوبڅار ښکاره شواهد پیدا نکړل چې کیچ نیولی شوی دی یا هم ځمکې سره ټچ شوی دی، نو د اوسني قانون له مخې د فیلډ لوبڅار سافټ سیګنال په وجه نوموړی اوټ اعلان شو.

دغه پېښې زیات غبرګونونه هم راپورته کړل چې وروسته د هند کرکټ کنټرول ادارې «بي سي سي ای» منشي د نرم سیګنال یا سافټ سیګنال مسله راپورته کړه او د بدلون غوښتنه یې وکړه.

د کریکبز راپور په وینا چې د هندوستان کرکټ کنټرول ادارې منشي «جې شاه» د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۵ مه نېټه د «ای سي سي» په غونډه کې د اوسني سافټ سیګنال بدلولو غوښتنه وکړه، د جي شاه له دغه نظر څخه ځینې نورو غړو هم ملاتړ وکړ چې اوس به د راتلونکي جون میاشت کې له نړیوالې ټیسټ اتلوالۍ وړاندې د سافټ سیګنال قواعد بدل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې