دلوبغاړو په اړهلیګونه

راجستان راېلز لوبډلې غټ ګوزار ترلاسه کړ، خو ولې؟ راپور

د هندوستان غوره لیګ له پیلیدو وړاندې د ای پي ایل اړوند راجستان راېلز لوبډلې ستر ګوزار ترلاسه کړ. هغه ځکه چې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز توپ اچوونکی جوفرا ارچر به د ښي لاس جراحي ترسره کړې چې له کبله یې نوموړي د ای پي ایل یا هند غوره لیګ ټول فصل له لاسه ورکړ.

د نوموړي د جراحۍ خبر وروسته له هغې ورکول شو کله چې نوموړي د ښي لاس سکېن ترسره کړ، چې اوس مهال هغه په هندوستان کې دی او له هندوستان څخه به د انګلیستان پر لوري حرکت وکړې او هلته به د اوږدې مودې لپاره نوموړی له ورزشې فعالیتونو څخه لرې واوسي.

نوموړی له انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې سره د هندوستان پر وړاندې د ټېسټ سیرېز برخه هم وه چې په دوو ټېسټ سیالیو کې ولوبېد او دوه ټېسټ سیالیو کې ونه لوبېد.

د معلوماتو له مخې چې د نوموړي جراحي به د روانې مارچ میاشتې له ۲۹ مې نیټې څخه پیل شي، تر دې دمه پورې کره معلومات نشته چې نوموړی به ټول فصل له لاسه ورکړې او که لومړنۍ سیالۍ به له لاسه ورکړې. دا به وروسته څرګنده شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې