نړیوال کریکټ

د کرکټ دوه مخکښو لوبغاړو د نړیوال کرکټ سره مخاښه وکړه او بیرته د خپلې لوبډلې د روزونکو په توګه ومنل شو

د ایرلینډ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ویلیم فوټر فیلډ د ایرلینډ لپاره د ډګر ساتني یاهم د توپ نیونې په برخه کې روزونکی وټاکل شو،


همدا شان ګیری ویلسن د وېکټ ساتني په برخه کې د روزونکي په حیث خپله نوی دنده د ایرلینډ لوبډلې سره پیل کړه،


ایرلینډ کرکټ بورډ اعلان وکړ چې ویلسن او فیلډ له دې وروسته د ایرلینډ کرکټ لوبډلې سره د روزونکو په توګه دندې ترسره کوي،


دوی به له پخوانیو روزنکو چې په توپ اچونه او توپ وهنه کې د ایرلینډ کرکټ لوبډله رهبري کوي سره له نن د لوبډلې او نورو روزونکو سره یوځای شي،


ویلیم پوټر فیلډ د ایرلینډ لوبډلې ترټولو مخکښ لوبډلمشر و چې ګڼ وخت یې د ایرلینډ لپاره لوبډله بریا ته رسولي وه،


دواړو لوبغاړو څه موده وړاندې له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه چې اوس مهال د لوبغاړو په حیث نه بلکي د روزونکو په حیث په لوبډله کې پاتي کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې