ریکارډونهنړیوال کریکټ

د هند او انګلستان په پرونۍ سیالۍ کې زیات ریکارډونه جوړ شول، راځئ دلته یې رسره ولولئ!

د هند او انګلستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ دوهمه لوبه پرون د مارچ په ۲۶ مه نېټه ترسره شوه چې پکې مېلما انګلستان د «۳۳۶» منډو لوی هدف چیس کړ او په شپږو ویکټو یې بریا ترلاسه کړه.

په دغه سیالۍ کې ځینې ریکارډونه جوړ شول چې په لاندې ډول یې درسره شریکوو.

لومړی: د لومړی ځل دی چې انګلستان د هند په خاوره د هندوستان حلاف یو ورځنیو سیالیو کې لوړ ۳۳۷ منډې هدف چیس کوي، لدې وړاندې په ۱۹۷۴م کال کې انګلستان د هند په خاوره او هند خلاف ۲۶۶ منډو لوی هدف چیس کړی وو.

دوهم: په دغه سیالۍ کې ټولټال «۳۴» شپږیزو هم ریکارډ جوړ کړ، په لوبه کې د هند لخوا «۱۴» او انګلستان لخوا «۲۰» شپږیزې ترلاسه شوې، دغه د کرکټ په تاریخ کې دریم ځل چې یو ورځنیو سیالیو په دواړو اننګزونو کې زیاتې شپږیزې واهل کیږي، لدې وړاندې د ویسټ انډیز او انګلستان ترمنځ لوبه کې «۴۶» او استرالیا او هند ترمنځ لوبه کې «۳۶» زیاتې شپږیزې واهل شوي وې.

دریم: په کلدیف یادو ۸ شپږیزې ووهل شوې، نوموړی په نړیواله کچه له راشدخان وروسته دوهم توپ اچونکي شو چې زیاتې شپږیزې ورکوي، خو راشدخان په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کې همدغه انګلستان ته «۱۱» شپږیزې ورکړي وې، خو نوموړی لومړی هندي توپ اچونکي شو چې دومره زیاتې شپږیزې ورکوي.

څلورم: بین سټوکس په ۱۰ شپږیزو واهلو سره دریم انګلستانی توپ وهونکی دی چې یو ورځنیو سیالیو په یو اننګز کې زیاتې شپږیزې ترلاسه کوي، له نوموړي وړاندې ایون مورګن د افغانستان خلاف ۱۷ او جوس بټلر د ویسټ انډیز خلاف ۱۲ شپږیزې ترلاسه کړي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې