نړیوال کریکټ

د هند او انګلستان ترمنځ سیالۍ کې قمار وهونکي نيول شوي دي.

د انګلستان او هندوستان ترمنځ په تېره دوهمه یو ورځنۍ لوبه ۳۳ قمار وهونکي نیول شوي، د هندي پولیس خبر ورکوي چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ په دویمې لوبې یې ۳۳ قمار وهونکي یا شرط کیښودنکي کسان نیولي دي.

د پولیسو په وینا یاد کسان چې د لري ځای څخه یې د دوربینونو په واسطه لوبه ننداره کوله،دوی ته اطلاع ورسیده چې په یاده لوبه ځينو کسانو شرطونه ایښي او دوی سمدستي ګام پورته کړ او یاد کسان یې ونیول.

انګلستان په یاده دوهمه لوبه کې د جوني بېرسټو د (۱۲۴)،بین سټوکس د (۹۹) منډو په مټ هندوستان ته په شپږو ویکټو ستره ماتي ورکړه او د درې یو ورځنیو لوبو سيریز لړۍ یې (۱-۱) کې برابره کړه.

عزیز الله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې