دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هندي بالر کلدېپ یادو په نوم یو شرموونکی ریکارډ ثبت شو او راتلونکي لوبه کې چانس ورکول شک کې شو

انګلیستان کریکټ ټیم په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه هندوستان ته د شپږو ویکېټو په توپېر ماتې ورکړه او د یو ورځینو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه. له بلې خوا په دې لوبه کې هندوستاني بالر کلدیپ یادو باندې شرموونکی ریکارډ هم ثبت شو.

نوموړی لومړنی هندي توپ اچوونکی شو چې په یو ورځینو لوبو کې تر ټولو زیاتې شپږیزې په یوه لوبه کې د توپ اچونې پر مهال ورکوي. یادو په ټاکلو ۱۰ اورنو کې پرته له کومې ویکیټې اخیستو ۸۴ منډې ورکړې چې پکې یې ۸ زیاتې شپږیزې هم ورکړې.

چې دا په یو ورځینو لوبو کې د نورو هندي بالرانو په پرتله د شپږېزو ورکولو تر ټولو لوړه شمېره ده. د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې بل هندي لوبغاړي آر وینای کمار په ۲۰۱۳ م کال کې په بنګلور کې د یوې لوبې پرمهال ۷ شپږیزې ورکړې وې چې اوس د نوموړي په پرتله کلدېپ یادو په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې شپږیزې ورکړې او دغه شرموونکی ریکارډ یې په نوم ثبت شو.

ټاکل شوې ده چې د هندوستان او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ درېمه او وروستۍ یوه ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکي یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې په ۲۸ مه) نېټه ترسره شي. له بلې خوا په دې لوبه کې کلدېپ یادو ته چانس ورکول هم شک کې دي، ځکه نوموړی د هندوستان کریکټ ټیم لپاره توپ اچونه کې دومره ښه ندی ثابت شوی او نه یې هم د هندوستان لپاره په تېرو دوه یو ورځینو سیالیو کې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې