نړیوال کریکټ

د نړۍ نامتو لوبغاړی پر کرونا اخته شوی، خو د کورنۍ ټول غړي یې منفي ازمایل شوي

د کرکټ د نړۍ نامتو او مشهوره لوبغاړی سچن ټنډولکر پر کرونا ویروس اخته شوی،


هغه په یو راپور کې ویلي، زما د کرونا ټيسټ مثبت ازمایل شوی خو د کورنۍ کوم غړی مې پر دې ویروس نه دی اخته زما د ټولې کورنۍ ټيسټونه منفي ازمایل شوې،


د وروستیو معلوماتو له مخي سچن ټنډولکر به دځنډ وروسته د خپلې لوبډلې سره یوځای شي کومه چې په راتلونکې آی پي ایل لیګ کې د ده مشورو ته سخته اړتیا لري،


هندوستان کې لاهم د کرونا ویروس مخ په چټکتیا روان دی خو هندي بورډ هڅه کوي ترڅو راتلونکی آی پي ایل لیګ په خورا شانداره مراسمو کې ترسره کړي،

یاده دې وي چې آی پي ایل لیګ د راتلونکي میاشتې په نهمه نېټه پیلیږي د بي سي سي آی کنټرول اداره باور لري چې دا لیګ به د ننداره چیانو په شتون کې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې