دلوبغاړو په اړهریکارډونه

د جوني بريسټو روستۍ کارکردګي د حيدر اباد لپاره د راتلونکې IPL د ګټلو هيلي ډيري کړي.

د هندوستان په کوربه توب د ټيسټ او شل اوریزو سيريزونو ورسته چي کله د يو ورځنۍ لوبو لړي پيل شوي د انګلينډ د پيل توپ وهونکي جوني بريسټو پکي تر ټولو غوره توپ وهنه ننداري ته وړاندي کړي.

جوني بريسټو په لومړي يوه ورځنۍ لوبه کي د 7 شپږیزو او 6 څلوريزو په وهلو سره په 66 توپونو 94 منډي جوړي کړې او تر لومړي لوبي روسته په دوهمه لوبه کي يي سليزه ووهله او په 112 توپونو يي 124 منډي وکړي چي پکي 7 شپږيزي او 11 څلوريزې شاملي وي.

د هند او انګلينډ تر منځ روان سيريز چي د هند په خاوره کې ترسره کيږي او جوني بريسټو لخوا پکي شانداره توپ وهنه ننداري ته وړاندي شوي، ښايي د را روان کال اپريل په نهمه نيټه پیلیدونکو IPL کي جوني بريسټو د حيدر اباد لپاره ښي لوبي ترسره کړي ځکه چي جوني بريسټو د کنډيشن سره اشنا او په دي ورځو کي په غوره پؤم کي ښکاري.

نو له دي سره په نږدي ورځو کي پيليدونکي IPL کي د حيدراباد لوبډلي هيلي د جام پورته کولو لپاره ډيري شوي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې