
د ای پي ایل قهرمانه لوبډله به سږ کال په نوې بڼه راڅرګنده شي
د اي پي ایل سیالیو اتله او قهرمانه لوبډله به سږکال په څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو کې په نوې بڼه راڅرګنده شي راپورونه وایي چې ممبیي لوبډلې خپل لباس بدل کړی دی او سږکال به په نوي لباس کې لوبه وکړي.
د ان ډي ټي وي د معلوماتو له مخې چې ممبیي لوبډله به د ۲۰۲۱ کال څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو کې په نوي لباس کې راڅرګنده شي ان ډي ټي وي لیکلي چې ممبیي قهرمانه لوبډله ده او زیات مینه وال لري نو په یوه نوي شکل سره به سږکال ولوبیږي.
ممبیي لوبډې هم پر خپله ټویټر پاڼه د نوي لباس ویډیو خپره کړې چې د سمسنګ کمپنۍ نوم په نوي او پاک ډول پکې لیدل کیږي ممبیي له همدې ویډیوسره لیکلي چې یوه لوبډله، یوه کورنۍ او یو لباس په دې یوه دقیقه يي ویډیو کې یې د لباس اړوند مکمل معلومات ورکړي دي.
ممبیي لوبډلې د روهیت شرما په کپتانسۍ کې پنځه ځلي د ای پي ایل لوبو قهرماني ګټلې او اوس هم ډیر مینه وال باور لري چې یو ځل بیا به دغه لوبډله قهرماني وګټي.