لیګونه

دفاعي اتله لوبډله په نوې لباس کې داځل د خپلو سیالانو منځ ته ښکته کیږي

د هندوستان تجارتي لیګ آي پي ایل سږکال د راتلونکي میاشتې په نهمه نيټه پیلیږي،


دا لیګ چې کلونه کلونه پکې اته لوبډلې ګډون والي دي چې پنځه ځله یې د اتلولۍ جام ممبي لوبډلې پورته کړی،
همدا ممبي انډینز لوبډله سږکال غواړې د خپلو سیالانو په منځ کې په یو نوې لباس کې ولوبیږي،


د ممبي لوبډلې مالکانو خبر ورکړی چې دوی به د جیسپریت بومرا، هاردیک پانډيا، او ایشان کيشن په شتون کې په پخوانۍ جرسي کې نه بلکي په یو نوې لباس کې به ولوبیږي چې اوس مهال دا لباس د رسنیو سره شریک شوی دی،


دوی زیاتوي ممبي لوبډلې له ۲۰۱۰ کال راهیسي په همدي لباس کې لوبې وکړي او سږکال به په څوارلسم پړاو کې په یو نوې لباس کې ولوبیږي،

یاده دې وي چې څوارلسم پړاو آی پي ایل لیګ سږکال د ممبي انډینز او بنګلور لوبډلو په لوبه سره پیلیږي،


دواړه لوبډلې به د اپریل په نهمه نېټه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي دې لیګ کې درې افغان لوبغاړي هم ګډونوال دي چې پکې راشد، نبي، او مجیب الرحمن شامل لوبغاړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې