نړیوال کریکټ

خپله استفاء یې بېرته واخیسته، لامل یې څه ؤ؟

د سریلانکا پخواني چټک توپ اچونکي «چیمندا واس» خپله استعفا بېرته واخیسته، د مالوماتو له مخې چې د نوموړي ستونزه کم معاش ددې لامل شو چې استفاء ورکړي، د راپور له مخې چې د نوموړي دغه ستونزه حال شوه بېرته به د سریلانکا لوبډلې سره د چټک توپ اچونکو مشاور روزونکي په توګه دنده پیل کړي.

د سریلانکا لوبډلې مشاور روزونکي د فبروري په ۲۲ مه نېټه هغه مهال د خپلې استفاء اعلان وکړ کله چې د سریلانکا لوبډله په مهم سفر د دوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه سیالیو په موخه ویسټ انډیز ته روانه شوه.

د سریلانکا کرکټ بورډ د جمعې په ورځ په یو بیان کې خبر ورکړ چې د لوبډلې مشاور روزنکي او سریلانکا کرکټ بورډ ترمنځ هغه ستونزې حال شوې چې د استفاء لامل شوي وې، نوموړی به بېرته خپله دنده پیل کړي.

چیمندا واس په ۲۰۰۹م کال کې له نړیوال کرکټ استفاء وکړه، نوموړي په ټیسټ فارمټ کې ۳۳۵ او یو ورځنیو سیالیو کې ۴۰۰ ویکټې ترلاسه کړي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې