نړیوال کریکټ

تمیم اقبال: کومې هیلې مو چې درلودې پوره نه شوی موږ هېڅ هم نه یو

نیوزلینډ بنګلدیش ته د دریو یوورځنیو لوبو په سیریز کې د درې دصفر په مقابل کې ماتې ورکړه د بنګلدیش لوبغاړي هیڅ ونه توانیدل چې د نیوزلینډ خلاف ښه لوبه وکړي او همدې ناکامۍ د لوبډلې کپتان تمیم اقبال سخت ناهیلی کړی دی ویلي یې دي موږ خپلو هیلو ته ونه رسیدو.

نړوالې کریک انفو د تمیم اقبال له قوله لیکلي چې که موږ داسې لوبو کولو ته دوام ورکړو نو موږ هیڅ هم نه یو کرک انفو لیکلي چې هغه داخبرې د سیریز د بالیدو وروسته وکړې او وې ویل چې موږ هیڅکله داسې یو فکر نه و کړی چې داسې خرابې لوبې به وکړو.

د معلوماتو له مخې چې د بنګلدیش له اړخه توپ نیونه او ډګر ساتنه سمه ونه شوه همدا علت و چې ماتې یې خوړه، تمیم ویلي که د لومړۍ او وروستۍ لوبې په څېر لوبې وکړو نو موږ به هیڅ ټیم کې ځای ونه لرو، ما په لومړیو کې ډیر ښه فکر کاوه چې موږ ښه ټیم یوو او کولای شو ښه ولوبیږو.

موږ په دې هم پوهیدو چې هلته هوا او اقلیم فرق لري خو موږ تمرینات کړي و دا زموږ لپاره ډیره نا امیده کوونکې ده چې د درې صفر په مقابل کې مو سیریز بالیوده.

خو موږ به هڅه وکړو او راتلوونکي کې به ښه کرکټ وکړو کوشش کوو چې بل ځل داسې ماتې ونه خورو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې