دلوبغاړو په اړهلیګونه

آیا د سوېلي افریقا کریکټ ټیم ځینې لوبغاړي به د ای پي ایل لپاره ملي دندې قرباني کړې؟ راپور

په پام کې ده؛ چې هندوستان غوره لیګ ۱۴ م پړاو راتلونکي میاشت کې په هندوستان کې پیل شي. خو له بلې خوا ځینې نړیوال کریکټران په خپلو ملي دندو بوخت دي او له خپلو لوبډلو سره یو ځای دي، چې د دغو لوبغاړو له منځه ځینې هم د جنوبې افریقا کریکټ ټیم لوبغاړي دي.

د راپورنو له مخې چې جنوبې افریقا کریکټ ټیم به له پاکستان کریکټ ټیم سره د شل اورېزو او یو ورځینو لوبو لړۍ ترسره کړې، چې په دغه لړۍ کې به د جنوبې افریقا کریکټ ټیم ځینې لوبغاړي دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او له هغې وروسته به د ای پي ایل لپاره چمتووالی ونیسې.

ویل کېږي چې سوېلي افریقا کریکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته اجازه ورکړې ده، ترڅو خپلې ملي دندې پرېږدي او د ای پي ایل راتلونکي پړاو لپاره هندوستان ته سفر وکړې. د کریکټ مشهورې ورزشې خبرپاڼې ې اېس فېن کرېکنفو د راپور پر بنست چې کاګېسو رباډا او آنریچ نورټجي به له ډهلي کپټلز، کوینټن ډیکاک ممبۍ انډیانز ، ډیویډ مېلر راجستان راېلز او لونګي اینګیدي له چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره په راتلونکي اپرېل میاشت کې یو ځای شي.

له بلې خوا د پاکستان کریکټ ټیم ځینو پخوانیو لوبغاړو د جنوبې افریقا کریکټ بورډ پر دغې پریکړې څرګندونې کړې دي، چې خپلو لوبغاړو ته یې اجازه ورکړې ده ترڅو خپلې ملي دندې پرېږدي او د ای پي ایل لپاره چمتووالی ونیسې. د پاکستان کریکټ ټیم پخواني ویکېټ ساتوونکي او توپ وهوونکي لوبغاړي راشد لطیف وویل، چې سوېلي افریقا کریکټ بورډ باید پاکستان کریکټ ټیم ته په ټیټه سترګه ونه ګوري او دواړه لوبډلې خورا پیاوړي لوبډلې دي.

د یادونې وړ ده چې هندوستان غوره لیګ به د اپرېل میاشتې په نهمه نېټه د تېر کال اتلې لوبډلې ممبۍ انډیانز او راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې پر لوبې پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې