لیګونه

چینای سوپر کېنګز لوبډله د ای پي ایل چمتووالی سږ کال کوم ښار کې نیسې؟ راپور

په پام کې ده چې هندوستان غوره لیګ راتلونکي میاشت کې پیل شي، خو دغه لیګ ته د چمتووالي په خاطر ډېری لوبډلو تمریناتې کیمپونه هم پیل کړې دي چې د هغو لوبډلو له منځه یوه هم د چینای سوپر کېنګز لوبډله ده.

د راپورنو له مخې چې دغې لوبډلې د هندوستان په ستر ښار ممبۍ کې د اېم اېس ډوهني تر کیپتانۍ لاندې خپل تمریناتې کیمپ پرانیستی دی او سږ کال به خپل تمرینات په ممبۍ ښار کې ترسره کړې.

ویل کېږي چې چینای سوپر کېنګز لوبډله به تر اپرېل میاشتې پورې په ممبۍ کې تمرینات ترسره کړې. چینای سوپر کېنګز لوبډلې یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په کې راغلي دي، چینای لوبډله به تر یوې میاشتې پورې ممبۍ ښار کې اوسي.

د یادولو وړ ده چې چینای سوپر کېنګز لوبډله یوه له هغو لوبډلو څخه ده، چې درې ځله یې د دغه لیګ د اتلولۍ جام ترلاسه کړی دی خو دا دوه کاله د دغه لیګ د اتلولۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راځې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې