نړیوال کریکټ

پاکستان د سویلي افریقا پر وړاندې په سکواډ کې بدلون راوست

ټاکل شوې چې د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د راروانې اپریل میاشتې په دوهمه نیټه د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شي، پاکستان لوبډلې دغه لوبو ته ۲۱ کسیزه لوبډله کړې چې نن جمعه به سویلي افریقا ته پرواز وکړي.

خو تازه د پاکستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فسبوک پاڼه خبر ورکړی دی چې دوی د یو ورځنیو لوبو په سکواډ کې تغیرات راوستي دي کرکټ بورډ لیکلي چې د سعود شکیل پر ځای اصف علي لوبډله کې اخستی دی.

د بورډ د معلوماتو له مخې چې “سعود شکیل وروسته له هغې د پاکستان لوبډلې سکواډ څخه بهر شو چې د چهارشنبې په ورځ یې په یوه تمریناتي لوبه کې خپله چپه خپه ژوبله کړه او اوس د به سلیکشن کمیټې په خوښه اصف علي د هغه پر ځای انتخاب شي.

د معلوماتو له مخې چې سعود شکیل د زمبابوی پر وړاندې د ټیسټ لوبې برخه ده که چیرته یې ټپونه ژر ښه شي نو نو د اپریل په ۱۲ مه به له لس نورو لوبغاړو سره یوځای هراری ته سفر وکړي.

د بورډ په وینا چې دغه ۳۴ کسیزه ډله به چې ۱۳ پکې چارواکي دي او ۲۱ تنه لوبغاړي دي نن د جمعې سهار به د سویلي افریقا په طرف حرکت وکړي.

دوی به هلته د اپریل په دوهمه درېیو ورځنۍ او څلور شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې د اپریل تر ۱۶ مې به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې