ریکارډونه

هغه ستر ریکارډ چې ویرات کوهلي په نننۍ لوبه کې ثبت کړ

د هندوستان لوبډلې کپتان ویرات کوهلي نن د انګلینډ په خلاف لوبه کې یو ستر او نه هېریدونکی ریکارډ ثبت کړ چې په دې ریکارډ سره یې د کمارا سنګکارا په څیر نوموتي توپ وهوونکي شاته پریښودل کوهلي نن وکولای شول چې په یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې جوړې کړي.

په دې سره ویرات کوهلي په نړیواله سطحه دوهم کرکټر شو چې داسې یو ستر ریکارډ جوړوي له ده وړاندې اسټرالیاوی رکي پوینټ دی چې ۱۲۲۲۶ منډې یې جوړې کړي دي او په دې لیست کې لومړی مقام لري.

د ان ډي ټي وي د معلوماتو له مخې چې اسټرالیاوي کپتان رکي پوینټ دغه منډې په ۳۳۰ اننګزونو کې ترلاسه کړي دی خو هندي کپتان ویرات کوهلي وشول کولای شول چې په ۱۹۰ اننګزونو کې ۱۰۰۰۰ منډې ترلاسه کړي.

په دې لیست کې بیا دریم مخکښ توپ وهوونکی د سریلانکا پخوانی کپتان کومارا سنګکارا دی چې نوموړي په ۲۳۸ اننګزونو کې ۹۷۴۷ منډې جوړې کړي دي چې تراوسه دریم مخکښ توپ وهوونکی دی.

ویرات کوهلي نن د انګلینډ خلاف لوبه کې ۶۶ منډې جوړې کړې او په همدې منډو سره یې وکولای شول چې په نړیواله سطحه یو ورځنیو لوبو کې خپلې لس زره منډې پوره کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې