نړیوال کریکټ

نیوزلینډ میلمه بنګلدیش لوبډله په خپل کور کې کلین سويپ کړه

د نیوزلینډ او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د ۳-۰ پر وړاندې پایته ورسېده، ددې لړۍ درې واړه لوبې نیوزلینډ وګټلې او بنګلدیش لوبډله یې تش لاس په سپین میدان پرېښوده.

نیوزلینډ لومړۍ لوبه په ۸ ویکټو ګټلې وه دوهمه یې په پنځه ویکټو ګټلې وه او نن یې په دریمه لوبه کې هم سخته ماتې ورکړه، نن لوبه کې لومړی توپ وهنه نیوزلینډ وکړه د شپږ لوبغاړو په اوټیدو یې بنګلدیش ته د ۳۱۹ منډو لوړ هدف ورکړ.

د نیوزلینډ لپاره په لومړي اننګز کې ډیون کنوای او ډیرل میچل سلیزې جوړې کړې کنوای ۱۲۶ او میچل بیا ۱۰۰ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې چې د بنګلدیش لپاره یې دا ستر هدف په مخکې کېښود که څه هم روبیل حسین د بنګلدیش لپاره په توپ اچونه کې ۳ ویکټې واخستې خو نیوزلینډ یې له لوړ هدف راونه شو ګرځولی.

دوهم اننګز کې بنګلدیش یو ناکامه اننګز ولوبوه هیڅ لوبغاړی ونه توانیده چې ښه لوبه وکړي له همدې امله یې دریمه لوبه د ۱۶۴ منډو په توپیر بیلله.

د نیوزلینډ له اړخه نن لوبه کې جیمنشیم ۵ او مټ هنري څلور مهمې ویکټې واخستې چې ددوی د ښه بالینګ له امله بنګلدیش لوبډله له ماتې سره مخ شوه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې