دلوبغاړو په اړه

ناشوني په شوني کړو، بابراعظم لویې هیلې لري!

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د درې واړو فارمټو لوبډلمشر «بابر اعظم» وایي چې پوره هڅه به وکړي چې ناممکن ممکن کړي او پاکستانۍ کرکټ لوبډله په درې واړو فارمټو کې لومړی مقام ته ورسوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د سویلي افریقا او زمبابوې د سفر په اړه ډېره لېوالتیا وښوده، بابر اعظم د قذافي په لوبغالي کې چې د سخت تمرین په حال کې و سترې هیلې څرګندې کړې.

بابر اعظم د تمریناتي لوبو په جریان کې د ۸۳ منډو په زړه پورې اننګز لوبه وکړه او اعظم څرګنده کړه چې هغه به په سویلي افریقا کې هم د ښه لوبیدو هڅه وکړي.

لوبډلمشر بابر اعظم پاکستانۍ رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي چې ناشونې به شوني کړي، بابر اعظم زیاته کړه، زه غواړم د پاکستان کرکټ لوبډله په ټولو درې واړه فارمټونو کې په لومړي مقام کې وګورم، نوموړي زیاته کړه چې دا دې هدف لپاره شپه او ورځ زیار باسي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې