
سندېپ لامیچين په ویټالیټې بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو تړون وکړ، خو له چاسره؟
په ویټالیټې بلاسټ شل اورېزو لوبو کې د نیپال کریکټ ټیم لیګ سپینر یا سوکه ورو توپ اچوونکي لوبغاړي سندېپ لامیچين له ویسټرشاېر لوبډلې سره د راتلونکي پړاو لپاره د لوبېدو تړون لاسلېک کړ، د نوموړي د تړون په اړه کاونټې کریکټ کلب هم رسمي اعلامیه خپره کړې ده.
د یادولو وړ ده چې سندېپ لامیچين تر دې دمه پورې د نیپال کریکټ ټیم لپاره ۱۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې او ۲۱ نړیوالې شل اوريزې سیالۍ ترسره کړې دي. نوموړی یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د نړۍ په سطحه ډیری سوداګرېزو لیګونو کې لوبېدلی دی.
لامیچین تر اوسه پورې په هندوستان پریمیر لیګ ، پاکستان سوپر لیګ ، بیګ باش لیګ ، کیریبین پریمیر لیګ او نورو ډیری کریکټ ټورنامنټونو کې لوبېدلی دی.
له بلې خوا د ویسټرشاېر کریکټ کلب روزونکي الیکس ګیډ مین د ۲۰ کلن سندېپ لامیچین د اخیستو په تړاو خوښې ښودلې ده او ویې ویل، چې نوموړی به له دوی سره مرسته وکړې ترڅو غوره او په سمه توګه د ورو بالر تشه ډکه کړې.