دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سریلانکایي لوبغاړي د خپل نوم څخه د K توری لرې کړی، نوموړي ولې دغه کار وکړو؟ راپور

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي ویکېټ ساتوونکي او توپ وهوونکي لوبغاړي نیروشان ډیکویلا له خپل نوم څخه د کی (K) تورې کیلمه لرې کړې ده، چې د نوموړي دغه کار په ټولنېزو رسنیو کې د ډیری مینه والو په ذهن کې ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیروشان ډیکویلا په جرسي (شرټ) کې لېدل کېږي، چې د هغه په نوم کې د کی (K) تورې نشته خو داسې اټکل کېږي، چې دا کار قصداً ندی شوی او ممکن تیروتنه شوې وي.

د یادولو وړ ده چې اوس مهال د سریلانکا او وېسټ انډېز کریکټ لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ لوب لړیو له منځه لومړۍ ټېسټ سیالۍ دوام لري. تر دې دمه پورې دا نده روښانه شوي چې ولې د نوموړي له جرسي څخه د کی توری لرې شوی دی.

تمه کېږي چې په راتلونکي لوبه کې به د نوموړي په نوم کې د کی توری بیرته اضافه شي. ځکه داسې اټکل کېږي چې دا کار قصداً ندی شوی او په تیروتنې سره د کی توری پاتې شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې