افغانستان کریکټ

د کمال خان بند د پرانستو په ویاړ د کرکټ جوړه شوې سیالۍ نن ترسره کیږي خو له یو شمیر بدلونونو سره


افغانستان کرکټ بورډ د کمال خان بند د پرانستو په پاره د لوبغاړو ترمنځ یوه شل اوریزه دوستانه سیالۍ ترسره کوي، د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې دا لوبه به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ګڼو نندارچیانو ترمنځ ترسره شي.

کرکټ بورډ لیکلي چې لوبه د دوه لوبډلو ترمنځ کمال خان بند جوړوونکي او کمال خان بند ساتوونکو ترمنځ ترسره کیږي چې نن ماسپښین دوه بجې به پیل شي.

خو نوي بدلونونه دادي چې وړاندې کرکټ بورډ د لوبغاړو نوملړ خپور کړی و چې اضغر افغان او ګلبدین نایب به د لوبډلو د کپتانانو په توګه وګمارل شي خو په وروستیو معلوماتو کې لیدل کیږي چې د اضغر پر ځای به نجیب الله ځدران د کمال خان بند ساتوونکو کپتان وي بورډ وایي چې اضفر ټپي شوی او نه شي کولای لوبه کې برخه واخلي خو دا یې نه دي چې څنګه او چیرته ټپي شوی دی.

کرکټ بورډ وایي چې لوبه به د ګڼو نندارچیانو په شتون کې ترسره شي خو بلخوا بیا د هېواد د روغتیا چارواکي اوس هم وایي چې هېواد وال باید د کرونا پر وړاندې اوس هم له احتیاط څخه کار واخلي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې