افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د نن لوبې په ګټلو سره به هند درې بریاوې ترلاسه کړي

د هندوستان او انګلینډ ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو دوهمه هغه یې نن د هند په کوربتوب په پونې ایالات کې ترسره کیږي، که چیرته په همدې لوبه کې هندوستان بریا خپله کړي نو انګلینډ لوبډله تش لاس بغیر د کوم سیریز له ګټې څخه رخصت کړي.

ځکه ددې سیریز لومړۍ لوبه هندوستان ګټلې او په دوهمې سره به دا سیریز وګټي، دا د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستی سیریز دی چې ځکه دوه یې وړاندې ترسره شوي او دواړه هندوستان ګټلي دي.

هند لوبډلې لومړی په ټیسټ سیریز کې انګلینډ ته د ۳-۱ په مقابل کې ماتې ورکړه، بیا یې په شل اوریزه سیریز کې د ۳-۲ په مقابل کې ماتې ورکړه او اوس مهال په یو ورځنیو لوبو کې هم برلاسې ښکاري ځکه د انګلینډ لوبډلې کپتان ایون مورګن به په دې لوبه کې ونه اوسي نو په دې سره به هندوستان درې ګټې ترلاسه کړي.

د نړیوالې کریک انفو دراپورونو له مخې چې د هند لپاره به شیریس ایئر او د انګلینډ لپاره ایون مورګن او سام بیلینګ په دې لوبو کې ونه اوسي ځکه دوی ژوبل شوي دي او د ټپونو له امله به ونه لوبیږي.

د نړیوالې کریګ انفو د معلوماتو له مخې چې نن لوبه کې به جوش بټلر به د ایون مورګن په نشتون کې د انګلینډ لوبډله رهبري کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې