دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د لړۍ دوهمه لوبه نن کیږي، خو انګلستانۍ لوبډله بد خبر لري.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلې لوبډلمشر «ایون مورګن» د هند خلاف درې یو ورځنۍ سیالیو لومړۍ لوبه چې د مارچ ۲۳ مه نېټه په پوني کې ترسره شوه زخمي شو او د پاتې دوه سیالیو څخه بهر شو، د مالومات له مخې چې نوموړی د غټې او شهادت ګوتې ترمنځ په توپ لګېدلی او انګلستان کرکټ بورډ تائید کړه نوموړی به په پاتې دوه سیالیو کې ګډون ونکړي.

جوس بټلر به د جمعې په ورځ «نن» له دوهمې سیالۍ څخه د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشري وکړي پداسې حال کې چې توپ وهونکی «لیام لیونګسټون» به په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ولوبیږي.

د ویکټ ساتونکي توپ وهونکي «سیم بلینګز» چې هغه هم ټپي شوی دی نن د جمعې په ورځ به د لوبډلې سره شتون ونلري، او د یکشنبې ورځې وروستۍ لوبې لپاره به د هغه د فټنس پرېکړه په پام کې ونیول شي، د سم بلینګز په نه شتون کې ممکن ډیویډ ملان انګلستانۍ لوبډله کې ولوبول شي.

مورګن وویل چژ دا یو عجیب ټپ و او دا خورا مایوسه کونکی دی مګر زه پدې اړه هیڅ نشم کولی، زه په جوس بټلر او د سکواډ پاتې غړو باندې پوره باور لرم چې پرته له ما څخه هم ښه مقابله کولای شي.

باید یاده کړو چې د هند او انګلستان ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه هندوستان په ۶۶ منډو وګټله، د لړۍ دوهمه یو ورځني لوبه نن جمعه د مارچ ۲۰ مه نېټه ترسره شي پداسې حال کې چې د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه یکشنبه د مارچ ۲۶ مه نېټه ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې