مقالې

د شیریس ایئر ژوبلیدل د ډهلي کپتلز لپاره د ناکامۍ نښه ده

د هندوستان لوبډلې تکړه توپ وهوونکی او په ای پي ای سیالیو کې د ډهلي کپټلز لوبډلې کپټان چې له انګلینډ لوبډلې سره د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پرمهال ټپي شوی دی په وروستیو دوه لوبو کې به له هند لوبډلې سره ونه اوسي د کرکت نړیوالې شورا او د هندوستان کرکټ کنټرول بورډ هم د هغه ژوبلیدل تایید کړي دي.

خو اوس تازه د ډهلي کپتلز لوبډلې مالک پارت جیندال هم د ایئر په ژوبلیدو سخته خواشیني ښودلې ده او دا یې تائید کړې چې هغه به په راتلوونکي څوارلسم پړاو ای پۍ ایل سیالیو کې له لاسه ورکړي، نوموړي په یوه ټویټ پیغام کې دهغه په اړه ویلي چې “زه ډیر خواشینی یم چې موږ خپل یو پیاوړی کپتان د راتلوونکي فصل لپاره له لاسه ورکړ، زه هیله لرم چې نوموړی ژر ښه شي ځکه هندوستان هم هغه ته ضرورت لري باید د نړیوال جام لپاره اماده شي.”

شیریس ایئر تیرکال ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو کې یو ښه فصل درلوده او د ډهلي کپټلز لوبډلې سره یې په مخکې تګ کې ښه مرسته کړې وه د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې ډهلي لوبډلې تیر کال دوهم مقام ګټلی و او له ممبیي لوبډلې سره په پایلوبه کې ولوبیده.

ایئر هماغه وروستۍ لوبه کې ۶۵ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلی پاتې شو همداراز کرک ټرک د مالوماتو له مخې د هغه د ای پي ایل په ټول فصل کې په ۳۴.۶۰ اوریج سره ۵۱۹ منډې جوړې کړې وې چې مخکښ لوبغاړی حسابیدو.

خو اوس د کپتلز لپاره د ناکامۍ نښه همدا ده چې د هغه په نشتون کې به کپټلز څوک داسې پیاوړی کپتان وټاکي چې هم تر پایلوبې لوبډله ورسوي او هم له ۵۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي هغه څه چې شاید په راتلوونکې فصل کې د ډهلي لپاره ستونزې جوړې کړي.

بلخوا بیا یو شمیر ناتائید شوي راپورونه وایي چې شاید د هغه په نشتون کې ریشب پینټ، شکردهوان او یا هم اجینکا ریحاني د لوبډلې کپتان مقرر لري خو رسمي سرچینو بیا تراوسه په دې اړه کوم څه نه دي ویلي مګر ډهلي لوبډله حتما د یوه پیاوړي کپتان په لټه کې ده.

ایئر تراوسه په ۷۹ ای پي ایل سیالیو کې لوبیدلی چې په ۳۱ اوریج سره یې ۲۰۲۰۰ منډې جوړې کړې دي، همداراز د هند لپاره په ۲۹ شل اوریزو لوبو کې لوبیدلی دی ۵۵۰ منډې لري او په ۲۲ یو ورځنیو لوبو کې هم ۸۱۳ منډې لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې