نړیوال کریکټ

د سریلانکا او ویسټ انډیز پنځه ورځې خواري په اوبو لاهو شوه.

د کوربه ویسټ انډیز او سریلانکا ترمنځ د شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبو لړۍ وروسته د دوو ټیسټ سیالیو لړۍ هم پیل شوه چې لومړۍ هغه یې پرته د کومې نتیجې پای ته ورسېده او د دواړو هېوادنو ترمنځ د پنځو ورځو خواري په سیند لاهو شوه.

په سیالي کې ویسټ انډیز د لوبې ټاس «پچه» وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، سریلانکا په لومړي اننګز کې ۶۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۶۹ منډې وکړې، لاهورې تریماني تر نورو زیاتې ۷۰ منډې وکړې.
ویسټ انډیز ته جیسن هولډر ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

ویسټ انډیز د توپ وهنې اننګز پیل کړ چې ۱۰۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۷۱ منډې وکړې، کرنوال تر ټولو زیاتې ۶۱ منډې وکړې.
سریلانکا ته لکمل زیاتې ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

سریلانکا د توپ وهنې دوهم اننګز پیل کړ چې ۱۴۹.۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۴۷۶ منډې ترلاسه کړې، پیتوم نیسانکا ۱۰۳ زیاتې منډې وکړې، ویسټ انډیز ته کرنوال او کیمو روج ۳،۳ لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز ته ۳۷۴ منډې هدف وټاکل شو چې ویسټ انډیز د یاد هدف په تعقیب په ۱۰۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۳۶ منډې وکړې د لوبې پنځه ورځې پای ته ورسېدې، په دې لوبه پرته د کومې نتیجې پای ته ورسېده، د دواړه هېوادونو ترمنځ به دوهمه او وروستۍ ټیسټ لوبه د مارچ ۲۹ مه نېټه پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې