دلوبغاړو په اړه

د روهیت شرما اړوند ځینې مهم مالومات دلته ولولئ!

روهیت شرما چې بشپړ نوم یې «روهیت گرونات شرما» دی خو په شانا، هیټمن، او رو هم مشهور دی، نوموړی په ۱۹۸۷ م کال د اپریل په ۳۰ مه نېټه هندوستان کې زیږدلی دی چې اوس مهال ۳۳ کلن دی، نوموړی په کورني کرکټ کې د ممبۍ لپاره لوبه کوي او د هند پریمر لیګ کې د «ممبۍ انډینز» لوبډلې لوبډلمشر دی، په ښي لاس توپ وهنه او کله ناکله په ښي لاس اف بریک توپ اچونه کوي، روهیت شرما د محدودو اوورونو فارمټ کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.

روهیت شرما په لومړي ځل ۲۰۰۷ م کال کې هندۍ لوبډلې ته سلیکټ شو چې لومړۍ یورځنۍ لوبه یې په ۲۰۰۷م کال کې د جون په ۲۳ مه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه.

روهیت شرما له ۲۰۰۷م کال څخه بیا تر ۲۰۲۱م کال پورې په ټولټال په ۳۸ ټیسټ، ۲۲۵ یو ورځنۍ او ۱۱۱ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې د هندوستان استازیتوب کړی، چې په ترتیب سره یې په ټیسټ کې ۲۶۱۵، یورځنۍ کې ۹۱۴۳ او شل اوریزه سیالیو کې ۲۸۶۴ منډې جوړې کړي دي.

روهیت شرما په ټیسټ کې ۷ سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزې، په یو ورځنۍ کې بیا ۲۹ سلیزې او ۴۳ نیمه سلیزې، او شل اوریزه فارمټ کې ۴ سلیزې او ۲۲ نیمه سلیزې ترلاسه کړي دي.
د روهیت شرما په ټیسټ کې ۲۱۲، یورځنۍ کې ۲۶۴ او شل اوریزه فارمټ کې ۱۱۸ منډې د یو اننګز لوړې منډې دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې