دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بابر اعظم او محمد وسیم ترمنځ لانجه، وسیم اکرم هم مدخله وکړه.

د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي اوسني مبصر «وسیم اکرم» د پاکستان نوي ټاکل شوي چیف سلیکټر محمد وسیم ملاتړ کړی دی، هغه دا هم زیاته کړه چې محمد وسیم لومړی کس دی چې د سلیکشن لپاره وړ شخص دی.

نوموړي زیاته کړه چې محمد وسیم د دندې لپاره وړ شخص دی، هغه له تېرو دریو کالو راهیسې روزونکی و او هغه په ​​کورني کرکټ کې د هرڅه څخه تر ټولو ښه خبر دی.

په ټیسټ لوبډله کې د یاسرشاه نه ټاکل کېدو په اړه یو څه پوښتنې راپورته شوي وې په داسې حال کې چې د شل اوریزه لوبډلې څخه د حارث سهیل لرې کول هم لانجې راپورته کړې.

د ځینې باوري سرچینو په وینا چې بابر اعظم په لوبغاړو کې ذکر شوي لوبغاړي غوښتل مګر د سلیشکن کمېټې مشر محمد وسیم لخوا د هغه غوښتنه رد شوه.

وسیم اکرم څرګنده کړه چې د بابر اعظم او محمد وسیم ترمنځ د نظر اختلاف عام دی، په عین حال کې لوی انتخاب کونکی محمد وسیم هم د انتخاب کمیټې او لوبډلې مدیریت تر منځ د لانجو راپورونه رد کړي دي.

وسیم اکرم زیاته کړه چې د لوبډلې لوبډلمشر او سلیکشن کمېټې ترمنځ د نظر توپیر کېدای شي خو دا نورماله خبره ده.

باید یاده کړو چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا او زمبابوې په سفر روانه شوه چې په دغه سفر کې به ټیسټ، یورځنۍ او شل اوریزه سیالۍ ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې