دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

درې جوړې هغه وروڼه چې د بېلا بېلو هېوادونو په استازیتوب لوبېدلي.

دوه وروڼه د یو هېواد لپاره لوبېدل معمول دي، چې موږ یې ښې بېلګې د استرالیا سټیو واغ او مارک واغ، د استرالیا شن مارش میچل مارش، د هند یوسف پټان، عرفان پټان، د هند کرونا پانډیا، هارډیک پانډیا، د پاکستان عمر اکمل کمران اکمل، افغانستان اضغر افغان، کریم جنت، د ایرلینډ کیون اوبراین او نیل اوبراین.
په همدې ترتیب زیات وروڼه شته چې د یو هېواد استازیتوب یې کړی، مګر داسې ډېر کم پیښیږي چې دوه وروڼه د دوه جلا جلا هېوادونو په استازیتوب ولوبیږي.
راځئ په دغه مقاله کې رسره ولولئ چې کوم او څنګه دوه وروڼه د بېلا بېلو هېوادونو په ګټه لوبیږي یا ولوبېدل.

هغه دوه وروڼه چې یو یې د استرالیا او بل یې د انګلستان په ګټه ولوبېدل، ډیرن پیټسن او جمیز پیټسن.

د انګلستان پخوانی لوبغاړی «ډیرن پیټسن» د انګلستان په لنګنشیر کې زیږیدلی و، مګر خپله کډه یې اسټرالیا ته واړوله کله چې هغه یوازې ۶ کلن و، دغه چټک توپ اچونکی بالر په ۲۰۰۷م کال کې د استرالیا کورني کرکټ کلب ویکټوریا لپاره لومړۍ لوبه پیل کړه خو هغه انګلستان دپاره د خپل کرکټ کیریر دوام ورکولو لپاره بېرته انګلستان ته راستون شو.

د انګلستان په کورنۍ سیالي کې ښه فارمنس ته په کتو نوموړی په ۲۰۰۸م کال کې د سویلي افریقا خلاف په ټیسټ لوبه کې چانس ورکړل شو چې دوه ویکټې یې ترلاسه کړې.

له بلې خوا د ډیرن پټسن کشر ورور «جیمز پیټسن» د اسټرلیا په میلبورن کې زیږیدلی نوموړي۱۵ یو ورځیۍ او ۴ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې استازیتو کړی چې په ترتیب سره یې ۱۶ او ۳ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دوه وروڼه ډوم جویس او ایډ جویس د ایرلینډ او انګلستان استازیتوب کوي.

ایډ جویس په ۱ ټیسټ، ۶۱ یو ورځینۍ او ۱۶ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې د ایرلینډ استازیتوب وکړ، په هرصورت، په ۲۰۰۶م کال کې نوموړي خپله پیژند پاڼه انګلستان ته واړوله او د دوی لپاره یې خپله یو ورځینۍ لوبه پیل کړه، ایډ جویس له ۲۰۰۶ م کال څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې د انګلستان لپاره ۱۷ شل اوریزې لوبې کړې دي.

پداسې حال کې چې د نوموړي دوه خویندې او یو ورور ډوم جویس د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې استازیتوب کوي.

بلخوا د انګلستان پخواني درې مشهور وروڼه: فرانک هیرن، جورج هیرن او الیک هیرن.
فرانک هیرن د انګلستانۍ لوبډلې استازیتوب ورورسته د سویلي افریقا لوبډلې سره مل شو او د یاد هېواد په استازیتوب لوبېدۀ، نوموړي وروستۍ لوبه هم د خپلو دوه وروڼو او هېواد خلاف په ۱۹۹۶م کال کې د انګلستان خلاف ترسره کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې