دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکس ته خبردری، که بیا ورته عمل ترسره کړي سزه به وویني!

د هندوستان او انګلستان ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې «بین سټوکس» په توپ کې د «لاړو» څخه کار اخلي او د فیلډ لوبڅارانو څخه اخطار ترلاسه کوي.

د انګلستان الراونډر بین سټوکس د فیلډ لوبڅارانو څخه یو بل رسمي خبرداری ترلاسه کړ کله چې هغه د هند د اننګز په جریان کې د جمعې په ورځ په غلطۍ سره د لوبی په پر مهال توپ د خپلې خولې لاړې په وسیله لوند کړ.

پېښه په څلورم اور کې رامنځته شوه کله چې سټوکس ولیدل شو چې په هیر شوي ډول په بال باندې د خولې لاړې مښي او سمدلاسه د فیلډ لوبڅارانو نتن مینون او ورینډر شرما لوبډلمشر جوس بټلر ته خبرداری ورکړ، په ناڅاپي ډول هغه په ​​همدغه اور کې د ټاپلي په کیچ سره شکر دھوان له مخې پورته کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا په توپ لاړې مښل وروسته له هغه بند شول کله چې د کرکټ نړیوالې سیالۍ د کرونا وایروس وقفې وروسته له سره پیل شوې.

دا دوهم ځل دی چې بین سټوکس ته په دغه سفر کې په بال باندې د لاړو مښلو له امله خبرداری ورکول کیږي، لدې وړاندې نوموړي په احمد اباد کې د ګلابي توپ ټیسټ سیالۍ پر مهال هم ورته عمل ترسره کړی و.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې