نړیوال کریکټ

انګلستان د هند خلاف لوی هدف ترلاسه کړ.

انګلينډ لوړ هدف ته ځان ورسوی.
د دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز دوهمه لوبه کي انګلينډ هند ته په ۶ ويکټو ماته ورکړه او د ۳۳۷ منډو هدف يې پوره کړ.
د لوبي پيل د هند په توپ وهني سره وسو چي د پنځوس اورونو په لوبولو سره يې ۳۳۶ منډي جوړي کړې او د ۳۳۷ منډو ستر هدف يې انګلينډ ته وټاکی.


د هند لپاره په منډه جوړوونکو لوبغاړو کي کي ال راحول ۱۰۸ ريشب پنټ ۷۷ او ويراټ کهولي ۶۶ منډي جوړي کړې،انګلستان لپاره ټام کورن او ريثي ټاپلي دوه دوه ويکټي او سام کورن يوه ويکټ ترلاسه کړه.


ورکړل سوی ستر هدف د انګلينډ لپاره جاسون روی او جوني بريسټو په ښه پيل او ښه ملګرتيا سره په اسانۍ سره د لوبي په څلور څلويښتم اور کي پوره سو.
انګلينډ لپاره توپ وهنه کي جوني بريسټو ۱۲۴ بين سټوکس ۹۹ او جاسون روی ۵۵ زياتي منډي جوړي کړې، هند لپاره پرسيد کريشنا ۲ او بووينشور کمار ۱ ويکټ ترلاسه کړه.


انګلينډ وکولای سوه د دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز له ننۍ بريا وروسته ۱۱ مساوي کړه او دې سره پايله وروستۍ لوبي ته پاته سوه چي راتلونکې يکشنبه ترسره کيږي. جوني بريسټو ته د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل سوه. انګلستان هند ته پخپل دغه سفر کي څلور ټيسټ لوبو سيريز ۱۳ شل اوريزو سياليو سيريز ۲__۳ هند ته بايللی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې