
کیون پیټرسن په خوښۍ سره په ټویټر کې عمران خان او نریندر مودي ته یو ځانګړی پیغام ولیږۀ.
د پاکستان او هندوستان تر منځ د کرکټ سیریز اوازې روانې دي، ممکن د پاکستان او هندوستان ترمنځ د شل اوریزه فارمټ لړۍ ترسره شي، که دا لړۍ ترسره شي د دواړو هیوادونو ترمنځ به خرابې سیاسي اړیکې هم مخ پر ښه کېدو شي.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کریکټر «کیون پیټرسن» په خپل ټویټر یو خواهیش څرګند کړی، هغه په خپل ټویټ کې نریندر مودي او عمران خان دواړه مېنشن کړي دي.
نریندر مودي د عمران خان د رغیدو لپاره یو ټویټ کړی و چې د کیون پیټرسن لخوا هغه ټویټ شیر شوی او پکې لیکل شوي دي: زه د عمران خان د روغیدو لپاره د نریندر مودي له ټویټ څخه خوښ یم.

دا د پاکستان او هندوستان لپاره یو خوب دی چې په ګډه په کرکټ او د کرکټ نه علاوه دوی دواړه یو بل ته اړتیا لري.
نوموړی زیاتوي چې لکه څنګه چې موږ پدې کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې د دړستۍ خبرې واورېدې، موږ نیکې هیلې لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې پیل شي.