دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کایل جېمسن د کریکټ نړیوالې کمیټې له لوري جرېمه شو

د نیوزیلینډ او بنګله دېش کریکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ دوام لري، خو له بلې خوا د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر کایل جېمسن د کریکټ نړیوالې شورا له لوري جرېمه شو او د میچ ۱۵ سلنه جرېمه به پرې کوي.

جېمسن وروسته له هغې جرېمه شو چې د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یې د سه شنبې په ورځ د ای سي سي له ۲.۸ م مادې څخه سرغړونې باندې مجرم وپېژندل شو. نوموړي ته له جریمې ورکول سربېره اخطار هم ورکړل شوی دی او که په راتلونکي کې هم ورته کړنلاره عملي کړه نو ښایې چې له دې سخته سزا ورکړل شي.

د رسنیو د راپورنو له مخې چې کایل جېمسن د بنګله دېش کریکټ ټیم پر وړاندې ۱۵ م اور په جریان کې د لوبڅار په یوې پریکړې غوسه څرګنده کړې وه، چې له کبله یې اوس نوموړی جریمه شو. جېمسن هم خپله جریمه منلې ده او د میچ ریفري جیف کرو له لوري جرېمه شو.

د یادولو وړ ده چې نوموړی د فیلډ امپائر کرس ګافانې او کرېس براون او دریم امپائر واین ناېټ او څلورم امپائر اېش مهروترا لخوا تورن شوی و.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې