ریکارډونهنړیوال کریکټ

ویراټ کوهلي یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د کرکټ نړۍ نوموتي کریکټر او د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر «ویراټ کوهلي» یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ، کوهلي لومړی لوبغاړی شو چې په خپل کې د درې واړه فارمټو تر ټولو چټکې «۱۰۰۰۰» منډې ترلاسه کړي، ویراټ کوهلي دغه کارنامه یوازې په «۱۹۵» نړیوالو سیالیو تر کې تر لاسه کړه.

له ویراټ کوهلي وړاندې دغه ریکارډ د استرالوي پخواني لوبډلمشر «ریکي پونټینګ» سره و چې نوموړي په «۲۲۱» اننګزونو کې تر ټولو چټکې «۱۰۰۰۰» منډې تر لاسه کړي وې، له ریکي پونټینګ وروسته سچن ټنډولکر او مهیلا جایوردانه په ترتیب سره ۲۲۳ او ۲۲۴ اننګزونو کې لس زره منډې ترلاسه کړي وې.

ویراټ کوهلي د کرکټ نړۍ یو له بهترینو لوبغاړو څخه دی چې په درې واړه فارمټو کې له +۵۰ پورته اوسط لري، کوهلي په ټیسټ کې ۷۴۹۰، یورځنیو کې ۱۲۰۹۶ او شل اوریزه فارمټ کې ۳۱۵۹ منډې جوړې کړي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې