
هندوستان او انګلینډ: شیریس ايئر به په وروستیو دوه لوبو کې ونه لوبیږي
د هندوستان لوبډلې بیټسمین شیریس ایئر به د هند لپاره په وروستیو دوه یو ورځنیو لوبو کې ونه لوبیږي، د کرکټ نړیوالې شورا د هغه په اړه په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې شیریس ایئر به د انګلینډ خلاف په وروستیو دوه لوبو کې ونه لوبیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا د مالوماتو له مخې چې نوموړی ژوبل شوی دی، دوی لیکلي چې تیره لوبه کې د ایئر چپ اولی “اوږه” ژوبله شوې ده او اوس د ټپ له امله نه شي کولای چې په دوهمه او دریمه یو ورځنۍ لوبو کې ولوبیږي.
د راپورونو له مخې چې د نوموړي اوږه زیاته ژوبله ده او شاید په راتلوونکي ای پي ایل لوبو کې هم ونه شي لوبیدلی، ای پي ایل لوبې به هم د راروانې اپریل میاشت په ۹ مه په چینای کې پیل شي چې د ګوتو په شمیر ورځې ورته پاتي.
د هندوستان کرکټ کنترول بورډ هم د هغه ټپي کیدل تائید کړي دي او په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ایئر چپ اوږه ژوبله شوې ده او اوس تر درملنې لاندې دی.
نوموړی تراوسه د هندوستان لپاره په ۲۲ یو ورځنیو لوبو کې لوبیدلی دی او ۸۱۳ منډې یې جوړې کړې دي.