دلوبغاړو په اړه

فیټنیس او که سپرلي؟ د یونس خان او شرجیل خان تازه ویډیو خپره شوه.

د یونس خان او شرجیل خان د تمرین یوه ویډیو خپره شوې چې پکې یونس خان د شرجیل خان او بیا شرجیل خان د یونس خان په اوږه د سپرلۍ سره لیدل کیږی، دا وروسته له هغې کیږي چې، یونس خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې افتتاحی «اوپنر» توپ وهونکي «شر جیل خان» د فټ کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې شرجیل خان یونس خان د هغه په اوږو ۱۵ قدامه چکر ورکړ پداسې حال کې چې د ډېر عمر خاوند یونس خان بیا شرجیل خان په خپلو سپور کړ او ۶۰ قدمه چکر یې ووهه.

باید یادونه وشي چې په شل اوریزه لوبډله کې د انتخاب وروسته د شرجیل خان د فټنس په اړه پوښتنې راپورته شوې، چې وروسته د ملي لوبډلې روزونکو وویل چې هغه د خپل فټنس په برخه کې ځانګړی کار کوي.

شرجیل خان په وروستي ځل ۲۰۱۶م کال شل اوریزه نړیوال جام کې د پاکستان په ګټه ولوبېدۀ چې وروسته د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ پر مهال د په فساد تورن شو او د دوه کلن کرکټ بندیز سره مخ شو، د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې تر ځلېدو وروسته نوموړي ته د سویلي افریقا خلاف شل اوریزه نوملړ کې ځای ورکړل شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې