دلوبغاړو په اړهلیګونه

فضل حق فاروقي به د نېټ توپ اچونکي په توګه له «چینای سوپر کینګز» سره یو ځای شي، په اړه یې له زیات مالومات دلته ولولئ!

د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی چټک توپ اچونکی پرون د مارچ ۲۴ مه نېټه هندوستان په لور روان شو، فضل الحق فاروقي په روان ۲۰۲۱م کال کې د «چینای سوپر کینګز» لوبډلې سره د «نېټ» توپ اچونکي په توګه ولوبیږي.

د مالوماتو له مخې چې فضل فاروقي به د لیګ تر وروستیو له یادې لوبډلې سره نېټ توپ اچونکي په توګه پاتې شي، او نوموړی به د هرې ورځې په جریان کې ځانګړی پیس یا پیسې ترلاسه کړي.

فضل حق فاروقي تېر ۲۰۲۰م کال هند غوره لیګ پر مهال د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره د نېټ توپ اچونکي په توګه ولوبېدۀ، فضل حق په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کې د افغان نولس کلنې لوبډلې په ګټه ولوبېدۀ چې د خپلو اکسټره بونس، این سوینګ او اوټ سوینګ توپونو په ګوزارولو سره یې ځانګړی شهرت ترلاسه کړ، فضل حق فاروقي په ۲۰۲۱م کال لس اوریزه لیګ کې هم ولوبېدۀ چې د بنګله ټایګرز په ګټه ښه ولوبېدۀ.

فضل حق فاروقي په ۲۰۲۱م کال کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه هم ولوبېدۀ چې د زمبابوې خلاف یې یوه شل اوریزه سیالي ترسره کړه، نوموړي په څلورو اورونو کې یو میډن اور ترسره کړ، ۲۷ منډې یې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې