
د پاکستان لوبډلې لپاره ښه خبر
ټاکل شوې چې راتلوونکې میاشت پاکستان لوبډله له سویلي افریقا سره د لوبو لړۍ ولري خو مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د پاکستان لوبډلې ځینې لوبغاړو د کرونا مثبته ازموینه ورکړې ده.
خو اوس تازه د کریک بوز مشهورې ویب پاڼې خبر ورکړی دی چې د پاکستان د ټولو لوبغاړو د کرونا پایله منفي شوه.
کریک بوز لیکلي چې د پاکستان ټولو ۳۵ لوبغاړو د کرونا ازموینه منفي راغلې، دا د پاکستان لپاره ښه خبر دی او د مارچ په ۲۶ مه به سویلي افریقا ته سفر وکړي، یوه اونۍ وړاندې د یوه لوبغاړي ازموینه مثبته و خو اوس د ټولو نتیجه منفي ده.
ټاکل شوي چې د سویلي افریقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ او څلور شل اوریزې لوبې ترسره شي چې اپریل په دوهمه به پیل شي.
د معلوماتو له مخې یو ورځنۍ لوبې به د اپریل تر لسمې دوام وکړي او له هغې وروسته به شل اوریزې لوبې شروع شي.