نړیوال کریکټ

د هند او پاکستان ترمنځ روان کال د شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

د راپورونو له مخې چې د هند او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه کرکټ اړیکې سږکال بیا پیل کیدای شي، هند او پاکستان د نږدې دوو لسیزو لپاره دوه اړخیزې لړۍ نه دی لوبولی ځکه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي کړکیچ کرکټ ته زیان رسولی، د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستۍ ټیسټ سیریز په ۲۰۰۷م کال کې هغه مهال پیل شو کله چې پاکستان د پنځو یو ورځنۍ او دریو ټیسټ لوبو لپاره هندوستان ته سفر وکړ.

له بلې خوا هند په وروستي ځل په ۲۰۰۸م کال کې د اسیا جام لپاره پاکستان ته سفر وکړ، له هغې وروسته دواړه هېوادونه یوازې د اسیا جام او «ای سي سي» سیالیو کې د یو بل په وړاندې لوبیدلي دي، دواړه هېوادونه په وروستي ځل د ۲۰۱۹م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې د یو بل په وړاندې لوبې وکړې.

مینه وال به وګوري چې هند او پاکستان سږ کال په دوه اړخیزو لړیو کې یو بل سره لوبه کوي که هر څه د پلان مطابق وي، د پاکستان «ډیلي جانګ» د راپور له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ د لوړ پوړو چارواکو له خوا داسې نښې ترلاسه شوي دي چې سږ کال له هند سره دوه اړخیزې لړۍ موافقه کېدتی شي، د پاکستان کرکټ بورډ یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط یاد خبر تایید کړی دی.

که د دواړو هېوادونو ترمنځ موافقه وشي نو درې شل اوریزه سیالۍ په روان کال کې ترسره شي چې یوازې د شپږو ورځو په موده کې ترسره کېدای شي، د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني د دواړو هیوادونو تر منځ د کرکټ اړیکو په اړه نظر وړاندې کړی و چې ویلي و پاکستان په ۲۰۲۳م کال اسیا کپ کې د هند کوربه توب کولو تمه لري.

احسان ماني لدې وړاندې پاکستاني تلویزیون «جیو سوپر» سره په مرکه کې ویلي و چې پاکستان باید په ۲۰۲۳م کال کې د اسیا جام کوربه توب وکړي، په ټورنمینټ کې د هندوستان برخه اخیستنه به د پاکستان کرکټ لپاره لوی پرمختګ وي، زه امید لرم چې سیاسي وضعیت به تر هغه وروسته ښه شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې