لیګونهنړیوال کریکټ

جوني بریسټو: آی پي ایل د راتلونکي شل اورېز نړیوال جام لپاره چمتووالي کې مهم رول لوبولی شي

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر توپ وهوونکی جوني بریسټو په دې اند دی، چې هندوستان غوره لیګ (ای پي ایل) د راتلونکي شل اورېر نړیوال جام کوم چې تمه ده د هند په کوربتوب ښایې سږ کال ترسره شي چمتووالي کې مهم او کلیدي رول لوبولی شي.

بریسټو اوس مهال په هندوستان کې دی او هلته د هند کریکټ ټیم پر وړاندې یو ورځینو سیالیو کې د انګلینډ کریکټ ټیم استازیتوب کوي. نوموړي په یو مطبوعاتې کنفرانس کې د خبرو په دوام داسې وویل:

((دا یو طلایي فرصت دی، چې په بیلابیلو ډګرونو (لوبغالو) کې به سیالۍ ترسره کړو. چې دا چاره به مونږ سره د نړیوال جام په چمتووالي کې خورا مهم رول ادا کړي.)) نوموړي همدغه شان وویل، چې دا به مونږ ته دا هم څرګنده کړې چې څه ډول په هندي پیچونو باندې مخکې ولاړ شو.

د دې ترڅنګ هغه وویل، چې ای پي ایل کې لوبېدل به دا مونږ ته وښایې چې څه ډول د هندوستان په لوبغالو کې مخکې لاړ شو او څومره هدف باید وټاکو ترڅو ور څخه دفاع وکولی شو. د یادولو وړ ده چې بریسټو په ای پي ایل کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې برخه دی او خپله لومړۍ لوبه به د اپرېل میاشتې په ۱۱ مه نېټه د کلکتې ناېټ راېډرز پر وړاندې ترسره کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې