بهرني لوبغاړي

اسټرالیاوۍ لوبډلمشره ۲۹ کلنه شوه د کرکټ اړوند یې معلومات دلته ولولئ

د اسټرالیا ښځینه کرکټ ټیم لوبډلمشره میګ لننینګ نن د مارچ په پنځه ویشتمه ۲۹ کلنه شوه، هغې تراوسه د کرکټ په ډګر کې د اسټرالیا لپاره زیاتې لوبې کړې دي او اوس مهال د همدې لوبډلې د لوبډلمشرۍ دنده هم پر غاړه لري.

لننینګ د ۱۹۹۲ میلادي کال مارچ په پنځه ویشتمه زیږیدلې ده او نن ۲۹ کلنه شوه هغه د پنځه هغو لوبډلمشرانو په لیست کې شامله ده چې نړیوال جامونه یې ګټلي دي، نوموړې تراوسه د اسټرالیا لپاره یو ښځینه نړیوال جام هم ګټلی دی.

لننینګ داسټرالیا لپاره ښې لاسې توپ وهوونکې او ښې لاسې میډیوم فسټ توپ اچوونکې ده ۲۰۱۰ کال کې د اسټرالیا له کرکټ سره یوځای شوې تراوسه یې په څلورو ټیسټ لوبو کې برخه اخستې ۱۸۵ منډې یې جوړې کړي دي

په ۸۲ یو ورځنیو لوبو کې یې د ۱۴ سلیزو پرمټ ۳۸۵۶ منډې جوړې کړې چې ۱۵۰ یې لوړ سکور دي او په ۱۰۷ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۸۵۹ منډې جوړې کړې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې