لیګونه

ډیلي کاپیټلز ته بد خبر دی، لوبډلمشر به د لاسه ورکړي.

کوربه هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ د مارچ ۲۳ مه نېټه د انګلستان خلاف د درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ څخه لومړۍ لوبه وګټله، هندۍ لوبډلې انګلستان ته په دغه سیالۍ کې په ۶۶ منډو سره ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لړي دوهمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۶ مه نېټه ترسره شي، هند یې په ګټلو سره لړۍ ګټي خو انګلستان یې په ګټلو سره لړۍ برابرولی شي.

په هر صورت، د دوهمې لوبې وړاندې کوربه لوبډلې ته د څلورم نمبر توپ وهونکي شیریاس ایر په لوی زیان ورکړل شو چې د انګلستان خلاف پاتې دوه سیالیو کې ګډون نشي کولای او له یادې لړۍ څخه بهر شو.

د «بي سي سي ای» سرچینو لا دمخه تایید کړي چې شریاس اییر نه یوازې د انګلستان خلاف پاتې دوه سیالیو څخه بهر شو، بلکې هغه به د روان ۲۰۲۱م کال «ای پي ایل» لیګ کې هم د ډیلي کاپیټلز لپاره لومړۍ څو سیالیو که ونه لوبیږي، ډیلي کاپیټلز لوبډلمشر ممکن جراحي عملیاتو ته اړتیا ولري او پدې حالت کې شیریاس ایر د دوه میاشتو لپاره د هر ډول سیالیو بهر کېدلی شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې